د غزني ولايت په شلګر ولسوالۍ کې د اجيري اردو په پوسته بريد ترسره شو.
پوسته چې په طلا سيمه کې واقع ده تېره ورځ غرمه 11 بجې پرې د سپکو او درنو وسلو بريد پیل شو چې د ماسپښين تر 3 بجو پوري يې دوام وکړ.
په بريد کې 8 عسکرو خپل ژوند له لاسه ورکړی او 4 نور مرګوني ټپيان شوي دي.
د دښمن په متقابلو ډزو کې د اسلامي امارت يو مجاهد د شهادت لوړ مقام ته ورسېد.
2014-02-23
افغانستان